سعودي عربستان د اټومي انرژۍ له نړیوال اژانس څخه پر ایران د لا ډېرو فشارونو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې د دې هېواد د اټومي پروګرام په اړه باید وروستي معلومات خپاره شي. په یاده اداره کې د سعودي سفیر یحیا شراحیلي ویلي، ایران په سیمه کې د ترهګرو ملاتړ کوي او که یې مخنیوی ونه شي نو د سیمې په ګډون نړیوال امنیت ته هم ګواښ پېښولی شي. هغه دغه راز له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کړې چې ایران باید له اټومي فعالیتونو راوګرځوي. د هغه په خبره نړیواله ټولنه د ایران پر سرغړونو او دغه راز ددې هېواد پر اټومي فعالیتونو سترګې نه شي پټولی او که دا کار کوي نو په لوی لاس د سیمې هېوادونو ته ستونزې جوړوي.





































