د ايران ولسمشر حسن روحاني وايي، پر تهران د امریکا بنديزونه، د منځني ختيځ امن ته جدي ګواښ پېښوي. روحاني دا خبره د قرغزستان په پلازمېنه بشکيک کې د شانګهاى همکارۍ سازمان سرمشريزې ته وکړه. نوموړي وويل، د ډونالډ ټرمپ اداره د يوې اړخېزې پالنې د هغې اوبا مسووله ده چې تر بل هر وخت يې نړيواله ټولنه له چنلج سره مخ کړې ده. د هغه اشاره د تهران او د نړۍ د پياوړو هېوادونو ترمنځ له اټمي تړون څخه د واشنګټن د وتلو پرېکړې ته وه. نوموړي وويل، ايران به د دغه تړون درناوي ته دوام ورکړي او د اټمي تړون له پاتې لاسليکوونکو يې هم د خپلو ژمنو د پرځاى کولو غوښتنه وکړه.





































