د الجزیرې د خبر له مخې په ملګرو ملتونو کې د کوېټ دایمي استازي د امریکا هغه تور د پوښتنې وړ بللی چې ګواکي په هورمز تنګي کې د تېلو پر ټانکرونو د برید تر شا د ایران لاس دی. منصور العتیبي ویلي، د امریکا ددې ادعا ثابتول به سخت وي، چې وایي، ایران په دې برید کې لاس لري. امریکا ویلی، چې په تر لاسه شویو ویډیو ګانو کې ښکاري، چې یوه ایرانۍ کښتۍ هغه نا چاودېدلی ماین د تېلو له بېړۍ لرې کوي، چې د عمان په اوبو کې پرې برید شوی دی. خو ایران په وار وار بیا دغه ډول تورونه رد کړي او دا یې ددوی پر وړاندې یوه دسیسه بللې ده. د ملګرو ملتو سرمنشي، انتونیو ګوترېش، بیا ددې بریدونو په اړه د یوې خپلواکې پلټنې د تر سره کېدو غوښتنه کړې ده.





































