هندي چارواکي وایي، په دغه هېواد کې د سختۍ ګرمۍ څپو نېږدې ۳۶ کسان مړه کړي دي. ددې هېواد د طبیعي پېښو د مخنیوي ادارې مشر ویلي، هند سږ کال د تر ټولې سختې ګرمۍ څپې تجربه کوي، چې په تېرو څو کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی. چار واکي وایي، د ګرمۍ دغه څپې ددې هېواد په شمالي او مرکزي برخو کې ډېرې احساسېږي چې یوه میاشت به دوام وکړي. په روانه میاشت کې په ډهلي ښار کې د هوا ګرموالی ۴۸ درجو ته رسېدلی دی. دغه راز ددې هېواد په یوه بل ایالات راجستان کې بیا د میاشتې په سر کې ان ۵۰ درجې ګرمي وه. ویل کېږي چې د بارانونو کمښت په دغه هېواد کې زیاتې ګرمۍ ته لار هواره کړې ده.





































