ام د ګرمسېرو او استوایي سیمو میوه ده، چې نن سبا ور څخه په ټوله نړۍ کې د یوې ارزښتناکې مېوې په توګه ګټه اخیستل کېږي. ام د بتاکاروتن، وېټامین اې، وېټامین سي او پوتاشیمو اصلي منبع ګڼل کېږي. نیم ام د بلې مېوې له یوه واحد سره برابر دی، چې ۷۰ کالوري انرژي لري. د امو یو ګیلاس یخ جوس څښل په طبيعي ډول ستاسو بدن د انرژۍ له اړخه پر ځان بسیا کوي، چې عمده علت یې هم په امو کې په ډېره پیمانه د فرکتوز شتون دی. دا چې ام په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه فرکټوز لري، نو پر دې اساس د هغو غوړینو او کلکو غذایي موادو په هضم کې هم ډېره مرسته کوي، کوم چې د فایبر د نشتون له امله په معده او هاضمې سیسټم کې د ډېرو خطرناکو ناروغیو د رامنځته کېدو لامل ګرځي. د امو د جوسو څښل د خېټې درد، د معدې پړسوب او دغه راز په لویو کلمو کې د ګازو د تولید مخه نیسي.
پاملرنه: هغه کسان چې ګرم طبيعته دي، په زیاته اندازه ورته د امو کارول مضر دي.
په خالي معده د امو خوړل مو د معدې له ستونزو سره مخ کوي.