د متحده ایالتونو دفاع وزیر پاتریک شاناهان ویلي، په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ د کنټرول او مخنیوي لپاره د نویو احتمالي پلانونو جوړولو ته اړتیا ده.
نوموړي په عمان خليج کې د تېلو پر دوو لېږدوونکو بېړیو د تېرې پنجشنبې تر هغو بریدونو وروسته دا خبره کړې، چې امريکا يې پړه پر ایران اچولې ده.
پاتريک شاناهان په واشنګټن کې له رسنيو سره په خبرو کې ويلي: «د نړۍ ١٥ سلنه تېل د هرموز له تنګي تېرېږي، نو د همدې لپاره د وضعیت د خرابۍ د مخنيوي په خاطر احتمالاً د پلانونو د جوړېدو اړتیا شته او موږ همدا راز د دغه نړیوال وضعیت لپاره د حمایت پراختیا ته ضرورت لرو».
خو نوموړي په دې تړاو نور جزیات نه دي ورکړي، چې د دغه وضعيت د کنټرول لپاره کوم اقدامونه پکار دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ايران د تېلو پر لېږدوونکو بېړیو د تېرې پنجشنبې په بریدونو کې په لاس درلودلو تورن کړ.
ولسمشر ټرمپ له فاکس نيوز ټلوېزيوني شبکې سره په خبرو کې ويلي چې دا کار ايران کړى دى.
هغه زیاته کړې: «ايران دا کار کړى دى او تاسې پوهېږی چې ايران دا کار کړى دى، ځکه تاسو يوه کښتۍ وليده او فکر کوم يو ماين ناچاودلى پاتې و». د ټرمپ اشاره هغې ويډيو ته وه چې د امريکا پوځ خپره کړې ده.
د امريکا پوځ تېره پنجشنبې يوه ويډيو خپره کړه، چې پکې څو کسان ښکاري چې د امريکا پوځ يې د ايران د سپاهپاسداران انقلاب ځواک د ګزمې د يوې بېړۍ عمله ګڼي. دغه کسان تر برید وروسته ظاهراً د يوې بېړۍ له بدن څخه يو ناچاودلى ماين لرې کوي.
ولسمشر ټرمپ له فاکس نيوز سره په مرکه کې ویلي، چې د واشنګټن له خوا به پر تهران ډېر سخت بنديزونه ولګول شي.
خو بل پلو ايران په عمان خليج کې پر بېړیو په شويو بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي او ويلي يې دي چې د امريکا د پوځ له خوا خپرې شوې وېډيو هېڅ شى نه دي ثابت کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو بيا تېره پنجشنبې ويلي وو، چې د امريکا د حکومت ارزونې ښيي چې په دغو بریدونو کې ايران دخيل دى.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند عباس موسوي د واشنګټن ادعاوې خطرناکې بللې او ويلي یې دي چې دا د امريکا د بهرنيو چارو د وزير او نورو امريکايي چارواکو له خوا په دغسې مشکوکه او خواشينوونکې پېښه کې د ايران د تورنولو تر ټولو ساده او اسانه لار ده.
د برېټانيا د بهرنيو چارو وزير جرمي هانټ هم ويلي، چې د خپلو ارزونو له مخې دې پایلې ته رسېدلي یو چې د دغه برید مسووليت د ايران پر غاړه دى.
بلخوا سعودي عربستان چې د ايران سيال هېواد ګڼل کېږي، هم د برید تور پر ايران لګولى دى.





































