د سعودي عربستان ولیعهد پر ایران سختې نیوکې کړي او دغه هېواد یې په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل بللی. محمد بن سلمان ویلي هېواد یې جګړه نه غواړي خو که د سعودي خلکو، حاکمیت او ګټو ته کوم ګواښ رامنځته کیږي نو پر وړاندې به یې دریغ ونکړي. سلمان چې ددغه هېواد ددفاع وزیر هم دی ویلي، چې د سعودي پر هوايي ډګر او په خلیج کې پر بیړیو وروستیو بریدونو دا وښودله چې له نړیوالې ټولنې د ایران پر وړاندې د غوڅ دریځ خپلولو غوښتنه څومره ارزښت لري. د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر خالد الفالح غوښتنه کړې چې په عمان خلیج کې پر بېړیو برید ته دې چټک او غوڅ ځواب وویل شي. هغه ویلي دا ډول بریدونه د تیلو لیږد چاره او د انرژۍ بازار له ګواښ سره مخ کوي.





































