د سوډان لوی څارنوال وایي، راتلونکو څو ورځو کې به د واکه د لرې کړای شوي ولسمشر عمر البشیر محاکمه پیل شي. لوی څارنوال سید احمد محمود وایي، پر عمر البشیر ۴۱ تورونه ثبت شوي، چې د څېړلو لپاره به یې ډېر ژر محکمه جوړه شي او دوسیه به یې تکمیل شي. په عمر البشیر ډېری لګېدلي تورونه د مالي فساد په اړه دي، چې د پیسو مینځل هم پکې شامل دي. پولیسو د تلاشۍ پر مهال د عمر البشیر له کور څخه اووه میلیون ډالره او پنځه میلیارد سوډاني پونډه تر لاسه کړي و، خو بشیر ویلي و چې دا یې خپلې شخصي پیسې دي. دې محکمې یوه میاشت وړاندې ویلي و چې عمر البشیر او یو شمېر نور چارواکي د لاریون کوونکو د وژنې پر امر هم تورن شوي دي.





































