وروسته له هغه چې واشنګټن هند ته د سوداګرۍ کلیدي امتیازونه لغوه کړل، هند په ځوابي اقدام کې د یاد هېواد پر ۲۸ محصولاتو لوړه تعرفه لګوي. د هند حکومت وایي، په دې محصولاتو کې بادام، مڼې او چارمغز شامل دي چې له نن څخه ورباندې تعرفه لوړېږي. هند دا اقدام په داسې حال کې کوي چې ټرمپ د سوداګرۍ په برخه کې سخت دریځ غوره کړی او خبرداری یې ورکړی دی چې د چین، مکسیکو او اروپایي ټولنې د یو شمېر هېوادونو او کمپنیو پر محصولاتو به لوړې تعرفې وضعه کړي. د اقتصادي چارو کارپوهان وایي چې اقتصادي ناندرۍ به د نړۍ اقتصادي وده ورو کړي.





































