د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د خپل هېواد د کرکټ د لوبډلې مشر سرفراز ته مشوره ورکړې چې د هند پر ضد سیالۍ کې دې لومړی بیټینګ وکړي خو سرفراز ټاس ګټلی او لومړی یې بالینګ انتخاب کړی دی. د کرکټ د ۲۰۱۹ نړیوال جام په لوبو کې نن پاکستان هند سره مخامخ دی. عمران خان له هند سره تر سيالۍ نږدې دوه نيم ساعته وړاندې په ټويټر لوبډلې ته مشوره ورکړې وه. خان دغه راز ویلي چې باید تجربه کار بالران مېدان ته ښکته کړل شي او نن دې په ټول توان ښه لوبه وکړل شي. عمران خان خپلې لوبډلې ته دا مشوره هم ورکړې چې د ماتې خوړو ويره له ذهنه اوباسي او مثبت فکر باید ولري. د پاکستان او هند ترمنځ د تېرو نړيوالو سياليو تاريخ ته که وکتل شي په تېرو وختونو کې دواړه لوبډلې شپږ ځله يو بل ته مخامخ شوې خو تل پاکستان ماتې خوړلې ده.





































