په ۲۰۱۸ کال کې یو زرو او ۷۰۰ افغان میرمنې د سینې سرطان له امله مړې شوې دي. د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي، چې په تېر کال کې درې زره افغان میرمنې د سینې په سرطان اخته شوې وې، چې له دې جملې یې تر نیمو زیاتې مړې شوې دي. ددې وزارت مسوولینو د سرطان ملي سمپوزیم په غونډه کې د وینا پرمهال ویلي، چې تېر کال کې ۲۰ زره د سرطان ناروغۍ پېښې ثبت شوي، چې له دې جملې تر ۱۵ زرو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا څرګندونې داسې مهال دي، چې لاهم په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د درملنې او تشخیص لپاره هېڅ اقدامات نه لیدل کیږي.