د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ایران یو وار بیا تورن کړ چې د خلیج په اوبو کې یې د تیلو پر ټانکرونو برید کړی. تېره پنجشنبه د عمان په خلیج کې د ایران د سواحلو په ۲۵ کیلومترۍ کې دوه تیل وړونکې بیړۍ تر برید لاندې راغلې او اور یې واخېست. پامپیو پرون یکشنبه له فاکس نیوز سره د دې تور په تکرار دا هم وویل چې امریکا به د هورمز له تنګي د تیلو ازادانه انتقال ډاډمن کړي. د هُرمز تنګي یوې غاړې ته د ایران هرمزګان او بلې غاړې ته یې د عمان مُسَندَم ولایت پروت دی. ایران له کله چې د امریکا له بندیزونو سره مخ شوی تل د دې تنګي د تړلو ګواښ کړی دی. د نړۍ درېیمه برخه تیل له هُرمز تنګي تیریږي.





































