د هلمند د کرنې رياست مسوولين وايي، چې ددغه ولايت په ٩٥ زره هکتاره ځمکه کې غنم کرل شوي چې د تېر کال په پرتله ٢٥ سلنه زياتوالى ښيي. د هلمند د کرنې رييس زلمی الکو وایي، چې په روان کال کې ددغه ولايت کروندګرو د نورو کښتونو پر ځاى د غنمو کښت ته مخه کړې ده. هغه وايي چې د دغه ولايت په څه باندې ٩٥زره هکتاره ځمکه کې غنم کرل شوي چې د تېر کال په پرتله ٢٥ سلنه زياتوالى ښيى. الکو هيله وښوده چې هلمند به يو ځل بيا د غنمو د حاصلاتو له پلوه پر ځان بسيا شي او نورو ولايتونو ته به يې هم حاصلات صادر کړاى شي. د يادونې ده، هلمند د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې دى چې اوس يې هم په زرګونو هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي.





































