وروسته له هغه چې امریکا د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره له شوي تړونه ووته، د ایران د اټومي انرژۍ سازمان وایي، تر راتلونکو لسو ورځو پورې به د بډایه شویو یورانیمو اندازه له ټاکلې کچې واوړي. د یادې ادارې ویاند بهروز کمالوندي د اراک د درنو اوبو له زېرمې د رسنیو د استازو د لیدنې پر مهال وویل چې له ننه وروسته به د بډایه شویو یورانیمو اندازه له ټاکلې کچې واوړي. هغه ویلي د جون په ۲۷مه به ایران له درې سوه کیلوګرامه ډېر یورانیم ولري. ایران په داسې حال کې ددې اندازې د زیاتېدو خبره کوي چې له نړۍ سره د یاد هېواد د شوي تړون له مخې دا هېواد باید تر درې سوه ډېر یورانیم ونه ساتي.





































