د امريكا د فيلادلفيا ښار په جنوب لوېديځ كې د فراغت د جشن پر مهال د ډزو له كبله نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. امريكايي رسنۍ وايي، د ډزو علت تراوسه نه دى معلوم خو پوليسو ويلي، بريد كوونكي د فراغت د جشن شاوخوا ۶۰ ګډونوال په نښه كړي، چې په ترڅ كې يې يو تن وژل شوى او اته نور ټپيان دي. د وژل شوي كس عمر څه باندې ۲۰ كاله او د ټپيانو عمرونه د ۱۵ او ۲۰ كلونو ترمنځ ښودل شوي دي. پوليس تر دې دمه نه دي توانېدلي، چې په فيلادلفيا ښار كې ډزې كوونكى كس ونيسي.





































