د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پیټرک شناهن ویلي، چې امریکا منځني ختیځ ته زر تنه نور عسکر لیږي. شناهن ویلي، چې امریکا د خپلې دفاع په خاطر منځني ختیځ ته ١٠٠٠ تنه عسکر لیږي ځکه د ایران نه د خطر اندیښنې لري. د ایران او امریکا ترمنځ د شخړې امکانات د تیرې پنجشنبې له پېښې نه وروسته چې د تېلو په ټانکرونو برید وشو، لا زیات شوي دي. امریکا د دغه برید مسول ایران وباله. شناهن په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ایران لخوا د تېلو په ټانکرونو بریدونه د دغه هېواد نیت څرگندوي.





































