د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو د منځنۍ اسیا په اړه یوه نوې ستراتیژي تصویب کړه او ویې ویل چې د دې سند هدف دا دی چې د دې سیمې له هېوادونو سره ټینګ او دوامدار مشارکت رامنځته شي. په بروکسل کې پرون دوشنبه د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په خپله غونډه کې پرېکړه وکړه چې له دې ستراتیژۍ سره یوځای به په راتلونکو کلونو کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اروپايي ټولنې د اړیکو لپاره د پالیسۍ نوی چوکاټ جوړ کړي. د بهرنیو چارو وزیرانو په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د اروپايي اتحادیې د لومړنۍ ستراتیژۍ له تصویبېدو را وروسته د دې اتحادیې او د منځنۍ اسیا د قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا هرکلی وکړ.





































