د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قریشي د امریکا د بهرنيو چارو له وزیر مايک پمپيو سره ټیليفوني خبرې کړي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي دواړ لورو په افغانستان د روغې جوړې په عمل خبرې کړي او په سیمه کې يې د تلپاتې سولې لپاره په ګډه د کار کولو په اړه څرګندونې کړې دي. په دې خبرو کې قریشي د سوله ييز افغانستان په ارزښت ټينګار کړی، چې د سيمې د امنيت لپاره اړين دی. هغه د افغانانو ترمنځ د خبرو د ملاتړ او په دغه لړ کې د مثبت رول ترسره کولو لپاره د پاکستان د کلکې ارادې ژمنه کړې ده. قریشي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او پېوستون د عمل پلان ارزښت وړاندې کولو په اړه ویلي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا يو ښه ګام دی. د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د خپل امریکايي سيال سره په خبرو کې ويلي هېواد يې له ګاونډيانو سره سولې ته اهميت ورکوي او د خبرو اترو له لارې د ټولو شخړو هوارولو اراده لري.





































