امریکا یو ځل بیا تور لګولی دی چې د عمان خلیج کې پر نارویژي او جاپاني کښتیو برید ایران کړی دی. په دې لړ کې د امریکا پوځ پرون هغه تازه انځورونه هم خپاره کړي چې د ایران له خوا پر دوو ټانکر کښتیو د برید ادعا تاییدوي. ویل کېږي چې دا انځورونه د امریکا له یوې الوتکې اخیستل شوي دي. ایران په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي. له برید وروسته امریکا پرون وویل چې پر دې کښتیو د برید له امله منځني ختیځ ته زر تنه نور اضافي سرتېري لېږي.





































