چین کې یوې زورورې زلزلې ۱۲ کسان وژلي او له ۱۳۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي. د چینایي چارواکو په خبره، د دې زلزلې شدت د رښتر په کچه ۶ درجې و او تېره شپه ناوخته یې د سیچوان ایالت (یي بین) ښار ته نږدې سیمې لړزولې دي. ویل کېږي چې د سیمې له زیانمنو سیمو څخه تر څلور زرو زیات کسان ایستل شوي دي. د راپورونو له مخې زلزلې وروسته بیا څلور نور شدید ټکانونه هم درلودل. د چین دا سیمه ډېری وخت د زلزلو شاهده وي.





































