د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د کویټ استازی عیاد العتیبي وایي، د سیمې د امنیت او ثبات لپاره باید کوټلي ګامونه واخیستل شي. هغه ویلي د سعودي پر خاوره د انصارالله ډلې بریدونه د منځني ختیځ امنیت او ثبات ته ستر او خورا جدي ګواښ دی. هغه ویلي دی به هڅه وکړي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سره په ګډه دا برید بریدونه وغندي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د سعودي پر خاوره څو ځلې توغندي توغول شوي او په دې هېواد کې د تېلو پر کښتیو هم بریدونه شوي دي چې د سعودي او امریکا په خبره ددې برید تر شا ایران لاس لري خو ایران بیا دا تورونه رد کړي دي.





































