په مصر کې ناقانونه ګرځول شوې ډلې اخوان المسلمین تور پورې کړی دی چې پخوانی ولسمشر محمد مرسي وژل شوی دی. اخوان په ټوله نړۍ کې پر خلکو غږ کړی دی چې د مصر د سفارتخونو مخې ته دې احتجاجي لاریونونه وکړي. مرسي د محکمې پر وړاندې ساه ورکړې ده. د مرسي زوی احمد مرسي ویلي، حکومت ورته خپلې سیمې ته د مرسي د جسد د وړلو اجازه نه ده ورکړې. د هغه په خبره د پلار د جنازې ادا کولو اجازه هم نه ده ورکړل شوې. د مرسي کورنۍ ھم ویلي چې مرسي مړ نه بلکې وژل شوی دی. ویل کېږي چې نوموړی له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې په زندان کې وو او ډاکتر ته هم نه ده ورښکاره شوی. مرسي د فلسطین له حماس ډلې سره پر اړیکو تورن و.





































