پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو د شورا په ۱۹مه غونډه کې د چین د دولت رییس شي جېن پېنګ څرګندونې

جون 18, 2019
in لیکنې
0 0

دا زما لپاره ډېر د خوښۍ ځای دی چې د شانګهای د همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا په غونډه کې د بیشکېک په ښکلي ښار کې ګډون کوم. اجازه راکړئ چې پیل له قرغېزستان څخه، چې زموږ کوربه دی، پر مننې وکړم چې د دې ناستې لپاره یې عالي چمتووالی نیولی او په مفکرانه ډول یې تنظیم کړې ده.

د شانګهای د همکاریو سازمان د چینګداو له غونډې راهیسې ښه پرمختګ کړی دی. د پراختیا، امنیت، همکارۍ، مدنیت او نړیوالې حکومتولۍ په برخه کې وړاندیزونه، چې چین د چینګداو په ناسته کې کړي وو، د ټولو اړخونو له تاوده هرکلي سره مخ شوي او د همکاریو لپاره د شانګهای سازمان د لرلید برخه ګرځېدلي دي. د شانګهای د همکاریو د سازمان غړو، چې د (شانګهای روحیه) او د رهبرانو اجماع یې رهبري کوي،  په بېلابېلو برخو کې همکارۍ پراخې کړې او د پیل له یوې نوې نقطې یې د سازمان د پرمختګ په برخه کې نوې لاسته راوړنې لري.

په نړیوال وضعیت کې له سترو بدلونونو سره سره، سوله، پرمختګ او د دوه اړخیزې ګټې لپاره همکاري زموږ د وخت شاته نه ګرځېدونکی بهیر دی. لکه د چین په کلاسیکو ادبیاتو کې چې ویل شوي (هغوی چې کرنه کوي د موسمونو بدلون څاري، هغوی چې حکومت کوي د نړۍ بدلونونه تعقیبوي). موږ اړیو چې د څو قطبي کېدو او اقتصادي نړیوالتوب د خورا ارزښتمن بهیر په اړه بنسټیز پوهاوی وساتو، د (شانګهای د روحیې) له حکمت څخه انګېزه تر لاسه کړو او له یووالي او همکارۍ څخه د ځواکمنتیا د تر لاسه کولو په لټه کې و اوسو، څو په ګډه د شانګهای داسې سره تړلې ټولنه رامنځته کړو، چې ګډه راتلونکې ولري.

لومړی؛ موږ باید له شانګهای سازمان څخه د یووالي او دوه اړخیز باور یوه بېلګه جوړه کړو. شانګهای پیاوړی پرمختګ کړی او د سیمه ییز امنیت، ثبات او سوکالۍ په برخه کې یو مهم او رغنده ځواک ګرځېدلی دی. د بریالیتوب اصلي راز یې د (شانګهای په روحیه) کې نغښتی، چې د یووالي او دوه اړخیز باور د دوامدارې پراختیا غوښتونکې ده. د شانګهای د غړو هېوادونو د خلکو غوښتنې پوره کول زموږ مسوولیت دی او موږ باید ګډ فکر او کار وکړو، چې د ګډ هدف د تر لاسه کولو لپاره اړتیا وړ تحرک رامنځته کړو.

د (شانهګای په روحیه) کې د شانګهای د همکاریو د سازمان اصلي ارزښتونه او ګډ لید شامل دي. دغه روحیه باید وساتل او د شرایطو له پراختیا او د سازمان له پرمختګ سره سمه تازه کړل شي. موږ باید هغو اهدافو او اصولو ته ژمن پاتې شو، چې د شانګهای د همکاریو د سازمان په منشور، د اوږدمهال غوره ګاونډیتوب په تړون او د ملګرۍ او همکارۍ په تړون کې راغلي، دوه اړخیز سیاسي باور باید پیاوړی کړو، د یو بل غوره ملاتړ وکړو، د ګټو ادغام پراخ کړو او د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو د لا پراختیا لپاره مناسب شرایط رامنځته کړو.

دویم؛ موږ باید د شانګهای له سازمان څخه د ګډ امنیت یوه بېلګه جوړه کړو. په تېرو کلونو کې د ګډ امنیت او شریکې راتلونکې د لید پر مټ د شانګهای سازمان غړو هېوادونو د امنیت په برخه کې عملي او په لویه کچه اغېزناکه همکاري رامنځته کړې او په ټوله کې یې د سیمې امنیت ډاډمن کړی دی. له دې کبله چې ترهګرۍ، افراطیت او نورو ګواښونو له ننګونو سره مخ کړي یو، موږ ټول باید ګډ عمل وکړو او په ځواکمنو اقدماتو سره خپلې ګډې ننګونې له منځه یوسو.

 موږ باید د ګډ، جامع، تعاوني او دوامداره امنیت په لټه کې واوسو. باید د امنیتي همکاریو لپاره قانوني بنسټ ته نوره پراختیا هم ورکړو. پېچلو حالاتو ته د شانګهای سازمان د غبرګون د وړتیا د پراختیا په موخه باید د معلوماتو شریکول، ګډ عملیات او د سایبر د قانون پلي کول پیل کړو. موږ باید د ترهګرۍ، بېلتونپالنې او افراطیت خلاف څو اړخیزو تګلارو ته مخه کړو او د ترهګرو او افراطي ځواکونو د بیا پراختیا مخه ونیسو. په داسې حال کې چې له تندلارۍ سره د مبارزې په برخه کې د شانګهای سازمان د کنوانسیون پلي کېدل پیلېږي، موږ باید د غیرې افراطي کولو لپاره همکاري لا پراخه کړو چې د افراطي ایډیالوژۍ د پراختیا مخه ونیول شي. افغانستان د شانګهای د سازمان د ډېری غړو هېوادونو ګاونډی او د سازمان یو مهم څارونکی غړی دی. موږ له نږدې د افغانستان پرمختګونه څارو. موږ د افغانستان له خلکو سره چې له جګړې او کړکېچ څخه کړېږي، همدردي لرو. د شانګهای سازمان د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې او پخلاینې د بهیر ټینګ ملاتړ کوي. موږ به د افغانستان لپاره د شانګهای سازمان د تماس د ډلې له ټولو ظرفیتونو ګټه پورته کړو او په بېلابېلو برخو کې به همکارۍ لا پراخې کړو، څو افغانستان ته د سولې، پخلاینې، ثبات او پرمختګ پر ژر راستنېدو کې رغنده رول ولوبوو. چین به د هغه څه تر سره کولو ته دوام ورکړي، چې له افغانستان سره د سولې او پخلاینې په برخه کې مرسته کولی شي.

  درېیم؛ موږ باید له شانګهای سازمان څخه دواړو لورو ته د ګټورې همکارۍ مثال جوړ کړو. د شانګهای سازمان غړو هېوادونو په ټوله کې د پام وړ پرمختګ کړی او دغه پرمختګ د نړۍ په اقتصاد کې د دې سیمې د ونډې په دوامداره زیاتېدو او د نړۍ له اقتصادي ودې سره د هغې په مرسته کې ثابت شوی دی. زموږ د سیمې بې ساري امتیازات لکه غني طبیعي وړتیا، ستر مارکېټ او د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې د نوښت وړتیا، د پرمختګ لپاره محرک ځواک او د همکارۍ لپاره روښانه لرلیدونه وړاندې کوي. موږ ته پکار ده چې له دغه تحرک څخه استفاده او د سیمې د ګډ پرمختګ لپاره هڅه وکړو.

  موږ باید د سوداګرۍ د څو اړخیز سیسټم ملاتړ وکړو، پرانیستی نړیوال اقتصاد رامنځته کړو، د سوداګرۍ او پانګونې د آزادۍ او اسانتیا لپاره د سازماني جوړښتونو رامنځته کولو ته کار وکړو او له دغه ډول همکارۍ او د شریکولو له پلټفورمونو څخه پوره ګټه پورته کړو، لکه د چین د وارداتو نړیوال نندارتون، څو په سیمه کې لا ډېره اقتصادي پرانیسته، تبادله او پیوستون ترلاسه کړو. دا ډېره مهمه ده چې موږ د نړیوالې همکارۍ لپاره د یو کمربند او یوې لارې د  نړیوالو همکاریو د دویم کنفرانس پایلو ته په جدیت ژمن پاتې شو او د سیمې د هېوادونو له ځانګړو ځواکمنتیاوو څخه پوره کټه پورته کړو، څو د یو کمربند یوې لارې نوښت په سمه بڼه د هېوادونو د پراختیا له ستراتیژیو او د ایرو ایژه د اقتصادي یووالي په څېر د سیمه ییزو همکاریو له نوښتونو سره همغږی شي. موږ (د سړک د نړیوال ټرانسپورټ د اسانتیا د ګډ کمېسیون) او نورو اړوندو میکانیزمونو مرستې ته اړتیا لرو چې رېل پټلۍ، لویې لارې، د ګاز او تېلو نللیکې جوړې کړو او په دې ډول بشپړ اتصال ته ورسېږو.

 موږ اړتیا لرو چې د نوښتګر پرمختګ په لټه کې و اوسو او په نویو برخو لکه ډیجیټال اقتصاد، برېښنايي سوداګرۍ، مصنوعي ځیرکتیا او سترو معلوماتو کې همکارۍ ته پراختیا ورکړو. چین به خوشاله وي چې په شاان شي  ولایت کې د کرنې او ټکنالوژۍ د روزنې لپاره د شانګهای سازمان د نندارې یو بنسټ جوړ کړي، څو د سیمې له نورو هېوادونو سره د معاصرې کرنې په برخه کې همکاري پیاوړې شي.

 څلورم؛ موږ باید له شنګهای سازمان څخه د جامعوالي او دوه اړخیزې زده کړې مثال جوړ کړو. زموږ سیمه د ډېرو پخوانیو مدنیتونو کور دی، چېرته چې بېلابېلو ملتونو، کلتورونو او ادیانو ګډ ژوند کړی او له یو بل څخه یې ځواک ترلاسه کړی دی. موږ باید د مدنیتونو دا تنوع د سیمې د یوې ارزښتمنې پانګې په توګه ونمانځو او د مدنیتونو د ټکر پر وړاندې ودرېږو. موږ اړیو چې د خپلو خلکو ترمنځ د باثباته ملګرۍ د رامنځته کولو او د خپلو هېوادونو د ګډ پرمختګ لپاره د پرانیستې، جامعوالي او دوه اړخیزې زده کړې ملاتړ وکړو.

  موږ باید د کلتور، زده کړو، ګرځندوی، لوبو او رسنیو په برخه کې همکارۍ نورې هم ژورې او د ښځو، ځوانانو او نورو پاړکو ترمنځ تبادله پیاوړې کړو، څو د خلکو ښکېلتیا او هغوی ته د دغو پروګرامونو د ګټې کچه لا زیاته شي. تېره میاشت (د طبي نوښت او همکارۍ نړیوال کنفرانس) په بریالیتوب د چین د ګوانګ شي په فانګ چنګ ګانګ ښار کې تر سره شو او د شانګهای سازمان د روغتیايي بنسټونو استازي، چې په کنفرانس کې یې ګډون کړی و، د همکارۍ لپاره په لویه کچه توافق ته ورسېدل. موږ دغه راز په دغه ښار کې د (International Medical Opening-up Pilot Zone) د رامنځته کولو ملاتړ کوو، څو د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د روغتیا په برخه کې همکاري لا پراخه شي. چین به خوشاله شي چې په مناسب وخت د سنتي درملو په اړه د یوې ناستې کوربتوب وکړي، څو د سنتي درملو پر مټ د عامې روغتیا او طبي خدماتو په برخه کې پرمختګ رامنځته شي. تېر کال د روسیې ( Chelyabinsk) او د چین (Chongqing) په بریالیتوب د شانګهای سازمان د سیمې د مشرانو لومړۍ او دویمه ناسته تر سره کړې. موږ دې ته اړتیا لرو چې د دې ناستې له لوري تصویب شوي اسناد، چې تر ملي په ټیټه کچه د همکاریو په اړه دي، په جدیت پلي شي او سیمه ییز حکومتونه او خصوصي سکټور سره منسجم شي، څو تر ملي په ټیټه کچه همکاري زموږ د خلکو ترمنځ د همکارۍ نوې مهمه برخه شي.

  زیاتېدونکو نړیوالو ننګونو ته په کتو، دا حتمي ده چې موږ باید له خپلو نړیوالو مسوولیتونو سره سم ژوند وکړو، په لویه کچه د مشورو پر بنسټ د نړیوالې حکومتولۍ لید ته ژمن پاتې شو، مرستې یو ځای او ګټې شریکې کړو، همغږي او همکاري پيل کړو. دا زموږ لپاره ضروري ده چې د یوه داسې نړیوال سیسټم ملاتړ وکړو، چې ملګري ملتونه یې عمده برخه ده، مولټیلټرلېزم او آزاده سوداګري خپره کړو او نړیوال نظم لا ډېر عادلانه او مساویانه کړو. د شانګهای د همکاریو سازمان اړتیا لري چې د خپلې همکارۍ شبکه پراخه کړي، د څارونکو غړو او مذاکره کوونکو ملګرو له لوري په همکارۍ کې ګډون وهڅوي، له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو او سیمه ییزو همکاریو سره تبادله پیاوړې کړي، په نړیوالو او سیمه ییزو مسایلو کې لا ډېر فعال رول ادا کړي او په ګډه د نړۍ له دوامداره سولې او سوکالۍ سره مرسته وکړي.

  چین قرغېزستان ته چې د شانګهای سازمان د مشرۍ موده یې پای ته رسېږي، په بریالیتوب د دې ناستې د کوربتوب او ولسمشر ولاديمیر پوتین ته د شانګهای سازمان د مشرانو د شورا د مشرۍ له کبله مبارکي وايي. چین به د سازمان له نورو ټولو غړو سره کار وکړي، چې د کار تر سره کولو لپاره د روسیې بشپړ ملاتړ وشي.

لکه یو قرغېزي معقوله چې وايي: «له یووالي څخه زموږ د ژغورنې ځواک رامنځته کېږي». راځئ چې د (شانګهای له روحیې) سره سم کار وکړو، تمرکز ته دوام ورکړو او د سازمان د لا ډېرې روښانه راتلونکي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړو.

Share18Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

مارچ 11, 2026

نن د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې ۴مه کلنۍ غونډه پای ته رسيږي

مارچ 11, 2026

سبا به د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس ۴مه کلنۍ غونډه پای ته ورسیږي

مارچ 11, 2026

د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي د عربي متحده امارات له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير سره ولیدل

مارچ 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In