د امریکا متحده ایالتونو یو ځل بیا تور لګولی، چې د عمان په خلیج کې پر یوې ناروېژۍ او یوې جاپانۍ بېړۍ بریدونه ایران کړي دي.
د امریکا پوځ تازه داسې تصویرونه خپاره کړي چې د ایران له خوا پر دوو ټانکري بېړیو د برید ادعا تاییدوي.
ډېری دا تصویرونه د امریکا د سمندري ځواک د یوه هلیکوپټر له خوا اخیستل شوي او ظاهراً ایراني پوځیان له یوې جاپانۍ بېړۍ د یوه ناچاودي ماین د ایستلو په حال کې ښيي، خو له دې ټولو سره سره ایران په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.
په ورته وخت کې پنټاګون اعلان کړی چې پر دغو بېړیو د برید له کبله منځني ختیځ ته زر تنه اضافي سرتېري استوي.
د امریکا سرپرست دفاع وزیر پاتریک شاناهان ویلي، دا سرتېري به د سمندري، هوايي او ځمکنیو ګواښونو پر وړاندې د دفاع دنده ولري.
منځني ختیځ ته د امریکایي نورو سرتېرو د استولو تر اعلان وروسته د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، چې ایران له هېڅ هېواد سره د جګړې غوښتونکی نه دی.
روحاني په هغې وینا کې چې تېره ورّځ په ژوندۍ بڼه د ایران د دولتي ټلوېزیون له لارې خپرېده، ویلي چې د هېڅ هېواد پر ضد جګړه نه پیلوي او په خبره یې چې هغوی چې له موږ سره مخامخ دي، یوه ډله سیاستوال دي چې ډېره کمه تجربه لري.
هغه زیاته کړې، په سیمه کې د امریکایانو ټولې هغه هڅې او هیلې چې غواړي زموږ اړیکې له ټولې نړۍ سره وشلوي او ایران په انزوا کې وساتي، ناکامې شوې دي.
د تهران او واشنګټن ترمنځ د زیات شوي کړکېچ په ترڅ کې ایران د امریکا د سایبري یا انټرنېټي جاسوسې شبکې په اړه چې وایي، نوې یې کشف کړې، ویلي چې د دې کشف په نتیجه کې یې په څو هېوادونو کې ځینې جاسوسان هم نیول شوي دي.
ایراني چارواکو ويلي، دا شبکه د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې CIA چلوله.
د دغه هېوادIRIB دولتي چینل د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د منشي علي شمخاني له قوله لیکلي چې نوموړي ویلي، د ایران استخباراتي ادارو د سایبري جاسوسۍ ډېره پېچلې شبکه چې په بېلابېلو هېوادونو کې د CIA د عملیاتو لپاره مهمه وه، کشف کړې او ویجاړه کړې ده.
شمخاني ویلي چې ایراني چارواکو د دې شبکې په اړه له خپلو متحدانو څخه معلومات تر لاسه کړل او په نتیجه کې یې د CIA دا جاسوسان نیولي دي، خو امریکایي چارواکو د ایران د دغې ادعا په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.





































