د راپورونو له مخې ټرمپ د هغه ګوښه کېدل منلي دي او وايي پاتریک شناهان غواړي له خپلې کورنۍ سره لا ډېر وخت تېر کړي. شناهان مخکې د بوینګ کمپنۍ رییس وو، چې په امنیتي چارو کې یې تجربه نه لرله له همدې امله په امریکا کې له سختو نیوکو سره مخ و. بل پلو هغه په داسې حساسو شرایطو کې د امریکا سرپرست وزیر ټاکل شوی و، چې ټرمپ له ګڼو هېوادونو سره د امریکا ناندرۍ را ولاړې کړې وې. پاتریک شناهان د جیمز متیس مرستیال و او وروسته بیا د ټرمپ له لوري د دفاع وزارت سرپرست وټاکل شو.





































