د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون د مصر د پخواني ولسمشر محمد مرسي د مړینې پر څرنګوالي د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې ده. دې کمیسیون ویلي، د زندان پرمهال د هغه د ساتنې ټول اړخونه او درملنه دې وڅېړل شي. د مصر دولتي تلویزیون اعلان وکړ چې د دې هېواد پخوانی ولسمشر محمد مرسي د محکمې په جریان کې مړ شوی دی. محمد مرسي د ۲۰۱۲ کال په جون میاشت کې د مصر ولسمشر وټاکل شو، خو یو کال وروسته عبدالفتاح السیسي پرې کودتا وکړه او له واکه یې لېرې کړ. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون ویاند رابرټ کولفیل ویلي، په زندان کې هره مړینه باید د یوې خپلواکې ادارې لخوا ژر تر ژره، بې پرې، بشپړه او په شفاف ډول وڅېړل شي. ده ویلي، د مرسي د روغتیاپالنې، وکیل او کورنۍ ته د لاسرسي په ګډون د هغه د توقیف په اړه اندېښنې شته.





































