د راپورونو له مخې پاکستان او نړیوال بانک پرون هغه هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې نړیوال بانک دغه هېواد ته ۹۱۸ میلیونه ډالر پور ورکوي. دغه پیسې به د پاکستان په اقتصادي سم سمکي کارول کېږي. پاکستان په دې وروستیو کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او هڅه کوي چې له دې حالت د وتلو لپاره له نړیوالو بانکونو او مرستندویه ادارو پور واخلي. پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق او همدا راز له نړیوال بانک د پور غوښتنه کړې وه، خو په دې برخه کې یې تر ډېرو هڅو وروسته پرمختګ وکړ. ډېری نړیوالې مالي ادارې پاکستان ته ځکه پور نه ورکوي، چې دغه هېواد د ترهګرو په ملاتړ او پاللو تورن دی.