د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ میلادي کال ولسمشرۍ ټاکنو ته کمپاین پیل کړی دی. نوموړي د کمپاین په پیل کې خپل سیالان چې ډموکراټان دي د هېواد په ورانولو تورن کړي دي او زیاته کړې یې ده چې هغوی د امریکا ورانولو پلان لري خو دوی به ورته هیڅکله اجازه ورنه کړي. نوموړی پرون د امریکا فلوریډا ایالت ته تللی وو او هلته یې خپلو پلویانو ته په خبرو کې ویلي چې ډموکراټانو ته رایه د امریکا ورانولو ته رایه ده. هغه دغه راز دده په خبره پر جعلي خبري رسنیو هم ګوزار کړی او ویلي یې دي چې جعلي رسنۍ به یو ځل بیا خوشحاله وي ځکه کمپاین پېلېږي او دوی به بیا هم د یو څو روپو ګټلو لپاره ټوله هڅه وکړي او جعلي خبرونه به خپاره کړي.





































