امریکایي سناتور برنی سندرز د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سیاستونو توندې نیوکې کړې دي. هغه ویلي دی به پر ایران د امریکا د برید د مخنیوي لپاره خپله ټوله هڅه وکړي. سنډرز ویلي، هغه څه چې په منځني ختیځ او فارس خلیج کې روان دي، ده ته د منلو نه دي خو دا چې په فارس خلیج کې پر کښتیو بریدونه شوي دي چا کړي او څنګه یې کړي باید په دې اړه لازمې پلټنې وشي څو معلومه شي چې رښتیا هم بریدونه ایران کړي دي او که نه دا هم پر عراق او ویتنام د ګوزار کولو په څېر د برید لپاره پلمه لټول دي. هغه زیاته کړې، په عراق او ویتنام د برید پلمه هم دروغ وه. سندرز د ډموکراټانو په اړه د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، کارونه ډېر دي خو تر ټولو مهم یې د امریکا په تاریخ کې د خطرناک ولسمشر پر وړاندې کلکه مبارزه او د هغه ماتول دي.





































