د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم وایي، چین، سوریه او نړیواله ټولنه باید د امریکا له اقتصادي تروریزم سره کلکه مبارزه وکړي. معلم دا څرګندونې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یې سره په لیدنه کې کړې دي. نوموړي زیاته کړې، د امریکا اقدامات د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کول دي او پر نړیوالو اړیکو هم منفي اغېز درلودلې شي. معلم زیاته کړې، امریکا هڅه کوي نړۍ د ځان تابع وګرځوي نو ځکه یې اوس اقتصادي ترهګرۍ ته مخه کړې ده. نوموړي د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سیاستونو هم توندې نیوکې کړې دي او په دې برخه کې یې د هغه اقدامات ټولې نړۍ ته ګواښ بللی دی.





































