د ایران ولسمشر حسن روحاني ددغه هېواد د دولتي تلویزیون له لارې په یوه وینا کې ویلي، د امریکا دا کار عاقلانه نه دی، چې له یوې خوا د فشار هڅه کوي او له بلې خوا پر خبرو ټینګار کوي. دده په وینا ایران به هېڅ وخت د فشار له لارې خبرو ته حاضر نه شي. هغه ویلي چې د خپل هېواد دفاع ته تیار دي او هېڅوک ددې وړتیا نه لري چې د ایران پر وړاندې له نظامي قوت کار واخلي. په دې وروستیو کې د ایران او امریکا د اړیکو ترینګلتیا اوج ته رسېدلې ده. امریکا په تازه اقدام کې ویلي چې زر کسه نور سرتېري به هم د ایران شاوخوا سیمو ته واستوي.





































