د ایران سپاه پاسداران ځواک وایي، د امریکایي پوځ د جاسوسۍ یوه بې پیلوټه الوتکه یې رانسکوره کړې ده. یاد پوځ زیاتوي، دا الوتکه یې د هرموزګان جنوبي سیمه کې رانسکوره کړې ده. سپاه پاسداران وایي، دا الوتکه چې کله د ایران فضایي حریم ته ننوتې ده د کوه مبارک سیمه کې ویشتل شوې او را نسکوره شوې ده. دا سیمه د هرموز تنګي ته نږدې پرته ده. په ورته وخت کې یو امریکایي چارواکي رویټرز اژانس ته دا پېښه تایید کړې ده.





































