د پاکستان له لوري هند سره په ټولو معاملو د خبرو د لړۍ د بیا پیل کولو د غوښتنې په ځواب کې هند پاکستان سره خبرو ته زړه ښه کړی دی خو زیاتوي چې لومړی باید پر ترهګرۍ خبرې وشي. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د روانې میاشتې په پیل کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ته د دویم ځل ټاکل کېدو مبارکي ورکړې او په یوه لیک کې یې ترې غوښتي چې دواړه هېوادونه باید یو بل سره خبرو ته کېني. په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم خپل هندي سیال جي شنکر ته لیک لېږلی دی او ترې غوښتې یې دي چې باید د ستونزو کمولو لپاره خبرو ته سره کېني. مودي او شنکر دواړو د خپلو پاکستاني سیالانو لیکونو ته مثبت ځواب ویلی دی خو زیاته کړې یې ده چې لومړی باید پر ترهګرۍ خبرې وشي هغه څه چې پاکستان یې په ملاتړ تورن دی.





































