د امریکا مشرانو جرګې، پر سعودي د امریکايي وسلو د خرڅلاو د مخالفت په تاییدولو سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو هڅو ته ټینګ ګوزار ورکړی، چې له سعودي سره یې د وسلو د خرڅلاو معامله کړې وه. ټرمپ تېره میاشت د کانګرس په ناګاره ګڼلو سره له سعودي عربستان سره د شاوخوا ۸ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د خرڅلاو معاملې مخته بېولو خبره کړې وه، چې دې کار په سیمه کې د سعودي سیال ایران سخت اندېښمن کړی دی. خو د امریکا مشرانو جرګې پرون درې هوکړې تایید کړې چې د وسلو خرڅلاو پکې ممنوع ګرځول شوی و. په کانګرس کې د ځینو استازو غوسه په دې وه چې امریکا ولې سعودي ته داسې وسلې ورکوي، چې د یمن په جګړه کې یې د ولسي وګړو د وژلو لپاره کاروي. پر سعودي د امریکا د وسلو د بندیز د تایید په ورځ برتانوي فعالانو او محکمې هم د برتانوي حکومت د هغې پرېکړې پرضد قضیه وګټله، چې پر سعودي یې وسلې خرڅولې.





































