د اروپايي ټولنې مشرانو هوکړه کړې چې په اوکراین کې د روسیې د اقداماتو په خاطر پر دې هېواد بندیزونه تمدید کړي. دې مشرانو په بروکسل کې په خپله غونډه کې د شپږو میاشتو لپاره پر روسیې د لګول شویو بندیزونو پر تمدید هوکړه وکړه. په دې بندیزونو کې د روسیې بانکي سېستم په نښه شوی دی. اروپايي مشرانو همداراز هوکړه کړې چې په کریمیا کې د پانګونو د ممنوعیت لپاره بندیزونه د یوه کال لپاره تمدید کړي. د اروپايي ټولنې شورا د مشر ډونالد ټوسک ویندوی پریبین امن پر ټوېټر په یوه پیغام کې لیکلي چې پر روسیې بندیزونه د مینسک د موافقو د نه عملي کېدو له کبله د رایو په اکثریت د نورو شپږو میاشتو لپاره تمدید شول. امریکا هم په اوکراین کې د روسیې د اقداماتو له کبله پر دې هېواد بندیزونه لګولي دي.





































