برټانوۍ محکمې حکم کړی چې پر سعودي عربستان د هغو وسلو خرڅول ناقانونه دي، چې د یمن په جګړه کې یې کارولې دي. دا حکم وروسته تر هغه راغلی، چې برټانوي فعالان پر سعودي عربستان د وسلو د خرڅولو په تړاو د برټانوي حکومت د پرېکړې خلاف په استیناف محکمه کې قضیه وګټله. برټانوي دفاعي شرکت بي اې اي ویلي، چې د حکومت د هغې هوکړې ملاتړ ته به دوام ورکړي چې له سعودي عربستان سره یې د وسلو د خرڅلاو په اړه کړې دي. خو برتانوي فعالان او محکمه وايي، حکومت په ناقانونه توګه برټانوي شرکتونو ته پر سعودي عربستان د وسلو د خرڅولو ناقانونه اجازه ورکړې ده. د برټانیا د نړیوالې سوداګرۍ وزیر لیام فاکس ویليو ویلي، چې حکومت به پر سعودي د وسلو د خرڅولو نوې اجازه ورنه کړي. د برټانیا د لومړۍ وزیرې تیریزېا مې ویاند بیا ویلي، حکومت د محکمې ددغه حکم په اړه اندېښمن شوی او د محکمې د دغه حکم پر وړاندې به د استیناف غوښتنه وکړي.





































