د امریکا په کانګرس کې د دیموکرات ګوند یو شمېر غړو د امریکا د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې د لاسوهنې له کبله د روسیې پرضد د پراخو بندیزونو یوه طرحه وړاندې کړې چې پر ځینو ډېرو شتمنو وګړو بندیزونه هم پکې شامل دي. په دې طرحه کې چې پرون وړاندې شوه، د دواړو ګوندونو د پخوانیو وړاندیزونو ځیني برخې را اخیستل شوې او دا ګروپ هیله لري چې د کانګرس دواړه خونې به یې تصویب کړي. په طرحه کې بهر ته د روسیې د طبیعي ګازو د لېږد پر پروژو، بانکونو، سیاستوالو او د ولسمشر پوتین پر یو شمېر نږدې کسانو بندیزونه لګېدلي دي. طرحه د انلاین امنیت او په دې برخه کې د شفافیت د تامین غوښتنه هم کوي.





































