د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي د ایران له خوا د امریکا د بې پیلوټه الوتکې نسکورول ستایلي دي. هغه ویلي، ایران به هیڅکله چاته پر خپله ځمکنۍ بشپړتیا د تېري اجازه ورنه کړي. نوموړي زیاته کړې، د ایران ځمکنۍ بشپړتیا ته د پېښ هر دول ګواښ پر وړاندې به ودرېږي. د امریکا د یوې څارونکې ډرون الوتکې نسکورولو د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ نور هم زیات کړی دی. تهران وایي، د امریکا ډرون الوتکه یې د ایران په فضا کې ویشتې ده خو واشنګټن بیا وایي الوتکه یې د هرمز تنګي په فضا کې د نړیوالو اوبو له پاسه د الوتنې پر مهال ویشتل شوې ده.





































