د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، ایراني چارواکي په دې پوهېږي چې ددوی ټینګار څومره دایران په زیان دی، نو ښه ده، چې ځان له حقیقت سره مخ کړي. پمپیو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، تر هغه چې ایران خبرو ته نه دی تیار شوی، امریکا به خپل فشارونه نور هم ډېر کړي. دده په وینا ایراني چارواکي خپل ملت ته رښتیا نه وایي او هڅه کوي ستونزې لا ډېرې کړي. هغه همدا راز ویلي چې امریکا هر څه څاري او پر وخت هر ډول اقدام ته تیار دي.





































