د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبریالانو ته ویلي چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ به پر ایران سخت بندیزونه ولګوي او دغه بندیزونه به د ایران د حکومت د رهبرۍ تر بدلون پورې ادامه کوي. ټرمپ نه دي ویلي چې په دې بندیزونو کې به څه شی شامل وي، خو ټینګار کوي چې د ایران ډېری سکتورونه به زیانمن کړي. د امریکا ولسمشر دغه راز ټینګار کړی چې هېڅ وخت به ایران ته د اټومي وسلو د لرلو اجازه ور نه کړي او په ټول توان به د ایران د ورانکاره فعالیتونو مخه ډب کوي.





































