د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې امریکا د ایران له لوري د یوې بې پيلوټه الوتکې تر وېشتل کېدو وروسته ددغه هېواد پر ځینو کمپیوټر سیستمونو سایبري بریدونه کړي دي. راپورونه وايي چې دغه بریدونه د ټرمپ له لوري تایید شوي وو، خو د امریکا امنیتي ادارې ددغه راپور له پخلي ډډه کوي. سرچینو ویلي چې په دې سایبري بریدونو کې د ایران کمپیوټري سیستمونو ته زیانونه هم اړول شوي دي. ایران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.





































