د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، هیڅکله یې پر ایران د برید لغوه کېدو خبره نه ده کړې خو زیاتوي چې اوس یې وخت نه دی. وړاندې تر دې یو شمېر رسنیو راپور ورکړی و چې ټرمپ پر ایران له برید کولو په شا شوی دی. په ورته وخت کې ټرمپ د هغې بې پیلوټه الوتکې د ویشتلو په غبرګون کې چې ایران وویشته وویل، برید اسان و خو که یې برید کړی وای نو تر یو نیم سل ډېر کسان وژل کېدل ځکه یې صرف نظر کړی دی. خو نوموړي نن پر خپل ټویټر لیکلي چې په هیڅ صورت یې پر ایران د برید لغوه کېدو خبره نه ده کړې. هغه زیاته کړې د اوس لپاره دا کار نه کوي ځکه چې وخت یې نه دی.





































