د ایتوپیا د پوځ مشر په خپل کارځای کې وژل شوی دی. د یاد هېواد د لومړي وزیر دفتر ویلي، د پوځ مشر د خپل ساتونکي په ډزو وژل شوی دی. پېښه په پلازمېنه اودیسه کې شوې ده. د لومړي وزیر دفتر وایي، جنرال سیاري میکونین او یو بل افسر د هېواد شمال امهره سیمه کې د ادارې پر ضد د کودتا د هڅې مخنیوي کې مداخله کوله، چې دواړه وژل شوي. خبري رسنیو د لومړي وزیر د ویاند له خولې ویلي، د پوځ د مشر ساتونکي ډزې کړې دي. ویل کېږي چې په دې برید کې د امهره ولایت مشر او د هغه سلاکار هم وژل شوي دي. دا برید په داسې حال کې کېږي چې حکومت څه موده وړاندې په سیمه کې د کودتا د هڅې خبر ورکړی و.





































