د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي، ایران په هیڅ صورت پر کوم هېواد د برید پلان نه لري خو که چېرته امریکا خپلو سرغړونو ته دوام ورکړي او پر ایران د برید کولو تابیا ونیسي نو سخت او غاښ ماتوونکی ځواب به ورکړي. هغه دغه راز ویلي، ډېری نړیوالې ستونزې د ځینو هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا د دیکتاتورۍ له امله دي چې باید ټول یې د مخنیوي هڅې وکړي. روحاني زیاته کړې، امریکا نړیوال قوانین تر پښو لاندي کوي او پړه یې بیا پر نورو هېوادونو اچوي چې دا کار یې تهران ته د زغملو نه دی.





































