د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي چې له ایران سره جګړه کول نه غواړي. ډونالډ ټرمپ په یوه تازه مرکه کې د ایران تر یوه خبرداري وروسته ویلي، چې له ایران سره خبرې کول غواړي او دغه هېواد ته په کار ده، چې ژر تر ژره خبرو ته حاضر شي. ایران تېره ورځ خبرداری ورکړ، چې په خلیج کې ګډوډي به امریکایي سرتېرو ته خطر پېښ کړي. تر دې وروسته ډونالډ ټرمپ وویل، چې له ایران سره جګړه نه غواړي بلکې په لومړي سر کې د خبرو پلوی دی.تېره ورځ ټرمپ ویلي وو، چې پر ایران به د بندیزونو نوی او سخت پړاو هم پيل کړي.





































