د سعودي په مشرۍ د ټلوالې ځواکونو اعلان کړی چې د ابها پر هوايي ډګر د حوثیانو برید کې یو کس وژل شوی او ۷ نور ټپيان دي. د ایتلاف ځواکونو د ویاند له قوله د سعودي الانباء خبري اژانس ویلي، دا پېښه تېره شپه شوې ده. د حوثیانو اړوند المسیرة خبري اژانس هم وړاندې ویلي و چې د حوثیانو اړوند بې پیلوټه الوتکې د سعودي په سویل کې د ابها او جازان هوايي ډګرونه په نښه کړي دي. پر حوثي یاغیانو تور دی چې د ایران په ملاتړ د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف سره جګړه کوي او امریکا هم تور پورې کوي چې ایران دغه یاغیانو ته سپکې او درنې وسلې ورکوي.





































