د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندرو موریسون په تهران کې له ایراني چارواکو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د تېلو پر ټانکرونو د وروستیو بریدونو مسوولیت د ایران پر غاړه دی. هغه له ایراني چارواکو سره په خبرو کې ویلي چې دغه لړۍ دې ودروي، ځکه د ایراني حکومت دا کار لوی خطر زېږولی شي. موریسون همدا راز له ایراني چارواکو سره خپلې خبرې ګټورې، رغنده او مهمې بللې دي. دده په وینا ایران کولی شي خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او په دې توګه په سیمه کې کشمکشونو ته له لمن وهلو لاس واخلي.





































