د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، د ایران پر ضد به یو نړیوال ایتلاف جوړ کړي. مایک پومپیو دا خبرې وروسته تر هغه کوي چې د ایران ملاتړ لرونکو حوثي یاغیانو د سعودي پر یو هوایي ډګر برید کړی دی او یو شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. سعودي او عرب امارات چې د امریکا دوه سني متحدین دي امریکا یې ګټو ته زیان خپل ځان ته هم زیان بولي. هغه ویلي دوی هڅه کوي داسې یو نړیوال ایتلاف جوړ کړي چې د ترهګرو د تر ټولو ستر ملاتړي ایران پر ضد هر فشار ته چمتوالی ولري. پومپیو دا خبرې سعودي او عرب اماراتو ته تر روانېدو مخکې کړې دي.





































