امریکا د ایران پر مذهبي مشر آیت الله خامنه یي د بندیزونو فرمان لاسلیک کړ. د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ هغه فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د ایران پر مذهبي مشر آیت الله خامنه یي او د هغه پر دفتر بندیزونه لګول کېږي. ټرمپ ویلي چې په دې سره به مالي سرچینو ته د آیت الله خامنه يي لاسرسی کم شي. ټرمپ وایي چې نوموړی په خصمانه کړنو تورن دی او د ترهګرو ملاتړ کوي. د امریکا ولسمشر ټینګار کړی، چې ایران به له اټومي فعالیتونو را ګرځوي او په دې برخه کې به یې هڅې دوامداره وي.





































