په اقتصادي ستونزو کې د ښکېل پاکستان لپاره د قطر حکومت اعلان کړی دی چې په دغه هېواد کې به درې میلیارده ډالر پانګونه وکړي. د قطر حکومتي رسنیو د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني له قوله ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو حجم به نهه میلیارده ډالرو ته ورسېږي. قطر په پاکستان کې د پانګونې دغه اعلان په داسې حال کې کوي چې د دغه هېواد امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني پاکستان ته دوه ورځنی سفر پیل کړی دی. د پاکستان لومړي وزیر د قطر ددې مرستې مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې دا دواړه هېوادونه به خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په دې وروستیو کې له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی.





































